مالي کې سخت دریځو برید پیل کړی

د خپريدو وخت: 12:05 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

سخت دریځو جنګیالو د مالي په شمالي ښار ګاوو کې يو بريد پيل کړی دی. ځايي راپورونه وايي جنګيالو وروسته له هغه شا تګ ته اړ شول چې د شنبې په ورځ د مالي پوځ ورسره څو ساعته سخته جګړه وکړه.

دغه ښار له څو مياشتو راهيسې د سخت دریځو ملېشو ډلو له لوري کنټرولېده. له هغه راوروسته چې د فرانسوي ځواکونو په مشرۍ دغه ښار د ملېشو له کنټروله ووت، څو ځله جنګياليو پر دغه ښار بريدونه کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .