د قبرس د بانکي سسټم ژغورنې لپاره تړون ته رسېدنه

د خپريدو وخت: 05:25 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

قبرس کې د بانکي سستم د ړنګېدو د مخنیوي لپاره د اروپایي ټولنې د مالیې وزیران یوه تړون ته سره رسېدلي دي. اروپایي ټولنه به قبرس ته ۱۰ میلیارده ډالره پور ورکوي.

د تړون له مخې په هغو کسانو چې په بانکونوکې تر ۱۰۰زرو کمې یورو لري، مالیه نه لګېږي. خو د قبرس لوی بانک لایکي جوړښت به بدلیږي او دبانک هغه مشتریان چې تر ۱۰۰ زرو زیات یورو ولري مالیه به پرې لګیږي او ښایي د خپلو پيسو په سلو کې ۴۰ له لاسه ورکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .