ایران نیول شویو جاسوسانو سره اړیکې درلودل رد کړل

د خپريدو وخت: 12:18 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

ايران د جاسوسانو له هغې ادعا شوې ډلې سره اړيکې لرل رد کړي چې تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې نيول شوي دي.

په تهران کې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل د سعودي دا اعلان چې ګواکې په نيول شويو کې يو ايرانی هم دی د نه بښلو دی.

سعودي وايي دوی ۱۶ سعوديان، يو ايرانی او يو لبنانی اتباع د يوه نامعلوم هېواد لپاره د حساسو ځايونو په اړه د معلوماتو راټولولو په تړاو نيولي دي.

د سعودي عربستان په ختيځ کې د شيعه ټولنې مشهورو څېرو پر دغو نيونو نيوکې کړي، وايي حکومت فرقه يي کرکېچ ته لمن وهي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .