مرسي: ښايي د ملت ژغورنې لپاره کلک ګامونه پورته کړم

د خپريدو وخت: 05:34 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

د مصر ولسشمر محمد مرسي خبر دارى ورکړ چې د ملت د ژغورلو لپاره کېداى شي یو شمېر کلک ګامونه پورته کړي. د ښاغلي مرسي له دې څرګندونو وړاندې د اخوان المسلمين د واکمن ګوند او مخالفو ګوندونو د پلويانو ترمنځ د جمعې په ورځ د مصر په پلازمېنه او يو شمير نورو ښارونو کې نښتې وشوې چې لسګونه کسان په کې ټپيان شول. د ښاغلي مرسي دا څرګندونې په داسي مهال مخې ته راځي چې مخالفو اعتراض کونکو درې ورځي مخکې په يو شمېر ښارونو کې د اخوان المسلمين پر مرکزي دفترونو بريدونه وکړل او ځينو ودانيو ته يې اور واچاوه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .