د قبرس بانک مشتريان تاوان پرې کولو ته اړ دي

د قبرس په بانک کې چې د هېواد يو لوى سوداگريز پور ورکوونکى دى ستر مشتريان به د اروپا د ضمانتي معاملې په پايله کې د خپلو پېسو شپيته سلنه له لاسه ورکړي.

مرکزي بانک د دغو شمېرو پخلى کړى چې تر پخواني اټکل لوړې دي.

هغه کسان چې بانک کې له سل زرو يورو ډېرې پيسې لري، د گټې په موخه د خپلو زيرمه شويو پيسو ديرش اعشاريه پنځه سلنه به يې په بي ارزښته ونډو واوړي.

پاتې دوه ويشت اعشاريه پنځه سلنه پيسې به يې له گټې پرته کنگل کېږي او د دغو کسانو د پاتې پيسو گټه به هغه مهال ورکول کېږي چې بانک بېرته پرخپلو پښو ودرېږي.