د اردن ولسمشر نوې کابينې ته لوړه ورکړه

د اردن پاچا عبدالله د يوه اصلاح غوښتونکي لومړي وزير عبدالله النسور په مشرۍ نوي حکومت ته لوړه ورکړه.

ښاغلى النسور وروسته له هغه غوره شو چې پاچا عبدالله له پارلمان سره د سلامشورو په برخه کې يو بيسارى گام اوچت کړ.

پخوا پارلمان د حکومت په جوړولو کې کومه ونډه نه لرله.

احتجاج کوونکي د اصلاحاتو او د پاچاهۍ د ځينو واکونو د محدودولو لپاره په اساسي قانون کې د سمونو غوښتنه کوي.

د نوې کابينې يوه دنده به دا وي چې د اردن په بودجه کې ددرې بيليونه ډالرو د کسر د کمولو په موخه سپمايي پروگرام پلى کړي