لسیزې وروسته ایراني سیلانیان مصر ته تللي

د ايراني سيلانيانو يوه ډله چې مصر ته تللې ده د هغه هېواد د اسوان له ښاره يې ليدنه کړې. په تېرو څه باندي ٣٠ کلونو کې دا دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ تجارتي الوتنه ده. د څه باندي ٥٠ ايراني سيلانيانو د امينت لپاره چې ټاکل شوې ده د لکسور د لرغوني او تاريخي ښار څخه ليدنه وکړي کلک گامونه پورته شوى دي. د مصر او ايران ترمنځ اړيکي په ١٩٧٩ م کال کې وروسته تر هغه کنگل شوې چې د مصر ولسمشرله اسراييلو سره د سولې تړون لاسليک کړ.خو په مصر کې د ولسمشر محمد مرسي تر ټاکل کې دو وروسته د دواړو هېوادونو اړيکي ښه شوي دي.