د سوریې حکومت یاغیان په اور اچولو تورن کړل

د سوريې حکومت ياغيان د هېواد په ختيځ کې د تېلو دریو څاگانو ته د اور په اچولو تورن کړى دي، چې له امله يې حکومت په ورځ کې نږدې ٥ زره بېلره تيل له لاسه ورکوي. د سوريې دولتي خبرې اژانس ادعا کوي چې د تيلو څاگانو ته وروسته تر هغه اور واچول شو چې د ويش پر سر يې د ياغيانو ترمنځ جگړه رامنځ ته شوه.