د وسلو د سوداګرۍ تړون په اړه رایې اچوونه کېږي

تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن د وسلو د سوداګرۍ د لومړي تړون په اړه رایې ورکړي. د دغه تړون له مخې به هېوادونه اړ شي، چې د خپلو سپکو او درنو وسلو صادرات کنترول کړي.

د یاد هوکړه لیک د مسودې پر محتوا له لسو ورځو خبرو اترو وروسته هم ایران، سوریې او شمالي کوریا د موافقې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړ. دا هوکړه لیک به اوس عمومي اسامبلې ته وړاندې شي، چې د منل کېدو لپاره د غړو هېوادو ساده اکثریت ته اړتیا لري.

په نړیواله کچه په کلني ډول د اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو سوداګري تر سره کېږي.