د نیلسن منډیلا روغتیا په ښه کېدو ده

د سوېلي افریقا پخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا اوس هم د دغه هېواد په یوه روغتون کې د نمونیا له امله تر درملنې لاندې دی. نوموړی اووه ورځې وړاندې په روغتون کې بستر شوی و. له تېرې دسمبر میاشتې راهیسې دا دریم ځل دی، چې نوموړی په روغتون کې بسترېږي.

تېره اونۍ د څلور نوي کلن منډېلا له سږو د مایع افرازاتو له کبله دی روغتون ته وړل شوی و. چارواکي وايي، د ده روغتیا اوس په ښه کېدو ده