د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرې پیلېږي

د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو مرکچیان له ایران سره د دغه هېواد د لانجمن اټومي پروګرام پر سر د خبرو یو نوی پړاو پیلوي.

د امریکا، روسیې، چین، فرانسې برتانیا او جرمني چارواکي د قزاقستان په الماتې ښار کې له ایراني استازو سره ګوري. تمه ده، دوی به له ایرانه یو ځل بیا غوښتنه وکړي، چې د یو شمېر اقتصادي بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام تر ټولو حساسې برخې ودروي.

څارونکي وايي، دا چې د جون په میاشت کې په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کېږي، په تهران کې په دې اړه پرېکړه پېچلې ښکاري نو له همدې امله د یوې هوکړې د رامنځته کېدو شونتیا کمه ده.