افغانستان کې د ناټو ۶ کارکوونکي وژل شوي

په افغانستان کې په وروستیو تاوتریخوالو کې د ناټو درې سرتېري او درې ملکي کارکوونکي وژل شوي دي.

ناټو د خپلو سرتېرو پېژندګلوي نه ده څرګنده کړې، خو ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان په سوېل کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.