نایجریا کې ۱۲ پولیس ورک شوي

په نایجریا کې امنیتي چارواکي وايي، د تېلو د تولید په نېژر دلتا سیمه کې د پولیسو پر یوې کښتۍ د اورپکو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ پولیس ورک دي او احتمالا مړه شوي به وي.

اورپکي تر ډېره پر کښتیو وروسته له هغه برید کوي چې ورانې شي.

د نېېر دلتا د خپواکۍ غورځنګ د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه د بریدونو د بیا پیل ګواښ کړی و چې د دغې ډلې یو مهم مشر د سویلې افریقا د یوې محکمې له خوا په ۲۴ کاله بند محکوم شو.

دغه ډله وروسته له هغې تر ډېره غېرې فعاله شوه چې ډېری مشرانو یې په ۲۰۰۹ کال د عمومي عفوې د منلو هوکړه وکړه.