د اوکراییني وزیرانو د بخښنې هر کلی وشو

اروپايي ټولنې د اوکرایین د کورنیو چارو او د ژوند د چاپیریال د پخوانيو وزیرانو د بخښنې په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ویکتور یانوکو ویچ د پرېکړې هرکلی کړی دی.

دغه دواړه وزیران د ولسمشر د سیاسي سیال یولیا تایموشینکو متحدان دي چې د خپل دفتر نه د ناوړې ګټې اخیستنې له امله په بند محکوم شوي وو. خو د اروپا د پراختیا یو کمېشنر ویلي چې اروپايي ټولنه لا ډېرې تمې لري او زیاته کړې یې ده چې د ولسمشر سیاسي مخالفین لکه پخوانۍ لومړۍ وزیر تیموشینکو باید خوشې کړل شي.

دا اروپا سره د اوکرایین د نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره یو شرط ټاکل شوی دی.