مصر: اړودوړ کې یو وژل شوی، لسګونه کسان ټپیان دي

د مصر په پلازمېنې قاهره کې د قبطي کلیسا مخې ته د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ تر منځ نښتو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او تر۸۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تاوتریخوالی د شنبې د ورځې په مذهبي تاوتریخوالي کې د څلورو وژل شویو عیسویانو د جنازې تر مراسمو وروسته پیل شو.

عیني شاهدان وايي، کله چې ویرکوونکي د سینټ مارک له کلیسا وتل، د ډبرو ګوزارنه پرې وشول. دوی د واکمن اخوان المسلمین ګوند او ولسمشر محمد مرسي پر ضد شعارونه ورکول.

ولسمشر مرسي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ده د یاد تاوتریخوالي د غندلو په موخه د قبطي کلیسا له مشر پاپ تاوادروس سره په ټېلېفون خبرې کړې او په دې اړه یې د چټکو پلټون امر کړی دی.