افغانستان: تښتول شوی فرانسوی په تېښته بریالی شوی

افغان چارواکي وايي، هغه فرانسوی خبریال چې د نومبر په میاشت کې په کابل کې تښتول شوی و، له برمته کوونکو تښتېدلی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، پېري بورغي له برمته کوونکو تښتېدلی او ځان یې پولیسو ته رسولی. پېري بورغي د نومبر په ۲۸ مه کابل کې تښتول شوی او بیا یوه نا معلوم ځي ته لېږدول شوی و، له نیکه مرغه چې هغه توانیدلی چې نن ځان د پولیسو یوې پوستې ته ورسوي.