تېرا: تازه نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي چارواکي وايي د خیبر ایجنسۍ اړوند په تیرا دره کې د چارشنبې ورځې په تازه برید کې ۱۵ وسلوال او یو امنیتي سرتېری وژل شوي دي. د پاکستان پوځ سرتېري له څه باندې یوې اونۍ راهیسې په تېرا کې له دغه ځایه د طالب وسلوالو د ایستلو په موخه عملیات پیل کړي. په تېرا کې په روانه جګړه کې له ۱۰۰ زیات وسلوال او څه باندې ۲۰ پوځیان وژل شوي دي. دغه راز په تیرا کې د روانو عملیاتو له امله سلګونه کورنۍ د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شوي.