د اندونیزیا کب نیوونکو ۱۴ افغانان ژغورلي

له اندونیزیا نه رپوټونه وايي کب نیوونکو ۱۴ تنه افغان پناه غوښتونکي په لویدیځ جاوا کې ژغورلي دي.

د دغو افغانانو چې د استرالیا اړوند کریسمس ټاپو ته روان وو کشتۍ ډوبه شوې او ویره ده چې لسګونه نور کسان ورک دي.

یوه ژغورل شوي کس ویلي په کشتۍ کې ۷۲ کسان سپاره وو.

استرالیايي چارواکو د اندونیزیا د ژغورنې ادارې ته خبر ورکړی خو دا روښانه شوې نه ده چې د ورکو شویو کسانو پسې لټه پیل شوې کنه.