ای ایم ایف سومالیا په رسمیت وپېژانده

د پیسو نړیوال صندوق ای ایم ایف د سومالیا حکومت په رسمیت وپیژانده. د ای ایم ایف او سومالیا د حکومت ترمنځ له تېرو شلو کلونو راهیسې اړیکې پرې وې.

خو له اوسني اقدام سره د دوی ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لاره هواره شوه او د پیسو نړیوال صندوق به وکولای شي چې له سومالیا سره تخنیکي مرسته وکړي او د تګلارې په اړه مشوره ورکړي.

خو ای ایم ایف به سومالیا ته هله بیا پور ورکړي چې پخوانی پور ۳۵۰ میلیونه ډالر پرې کړي.

تېرکال وروسته له هغه چې ولسمشر حسن شیخ محمد واک ته ورسید نړیوال سازمانونه یو ځل بیا د سومالیا له حکومت سره په چارو کې ښکیل شوي دي.