د عراق جومات کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي

په عراق کې د سنیانو په یوه جومات کې بم چاودنې لږ ترلږه ۱۱ کسان ووژل.

په کنان ښارګوټي کې چاودنه هغه مهال وشوه چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه وروسته له جومات نه د وتلو په حال کې وو.

دغه راز د بغداد په لویدیځ کې د شعیه ګانو له یوه جومات سره نیژدي هم بم چادونې اته کسان ټپیان کړل.

په عراق کې د شعیه ګانو او سنیانو ترمنځ بدبیني ډېره شوې او سنیان وايي د صدراعظم نوري المالکي حکومت له دوی سره د مور او میرې چلند کوي.