برما: ولسمشر له خلکو د یووالي غوښتنه وکړه

د برما ولسمشر تېن سين وروسته له هغه چې تېره مياشت د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي په څپو کې له ۴۰ زيات کسان ووژل شول، د يووالي غوښتنه کړې ده.

د برما د نوي کال د رخصتۍ پر مهال په يوه وينا کې ولسمشر سين وويل بېلا بېل خلک او مذهبونه بايد یو له بل سره همکاري ولري او يو د بل ارزښتونو ته درناوی ولري.

خلک دغه څلور ورځنۍ نندارې د اوبو په شيندلو لمانځي، چې د تېرو ګناهونو د پاکېدو په موخه ترسره کېږي.

تېن سين وويل سږ کال به دغه اوبه په برما کې د بېلتون، جګړو او ناکراريو تور داغونه پاک کړي.