چین کې د مرغانو په نوي ویروس اخته کسان پېژندل شوي

د چين حکومتي اژانس وايي د هېنن په ولايت کې دوه کسه د مرغانو د ( اېچ ۷، ان ۹) زکام په نوي او ناپېژانده وېروس اخته شوي دي.

په دغو دوو نويو واقعو سره چې په يوه نوې سيمه کې رامنځ ته شوي په دغه وېروس د ککړو کسانو شمېر چې لومړی د هېواد په ختيځ کې تېره مياشت خپره شوه، شمېر ۵۱ ته ورسېد.

له دغې ناروغۍ ۱۱ کسه مړه شوي دي.

چارواکي وايي خلک په دغه وېروس له کورونیو چرګانو سره د تماس له امله مصاب شوي، ځکه دغه مکروب له يوه انسانه بل انسان ته نه لېږدول کېږي.