د ایران ولسمشر نایجریا ته تللی

د ايران ولسشمرمحمود احمدي نژاد د لويدېځي افريقا هېوادونو ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې په نايجریا کې دى. په رسمي ډول د سفر موخه د کرهڼې او ښووني په برخه کې د هېوادونو و ترمنځ همکارۍ ته وده ورکول په گوته شوي، خو شنونکي وايې ټاکل شوې په خبرو کې به مهمه موضوع انرژي وي. په نړۍ کې نايجریا د يورانيمو څلورم لوى توليدکونکى هېواد دى چې ايران يې د خپل نانديرز اتومي پرگرام لپاره غواړي.