لغمان کې طالبانو ۴ سیمه ییز پولیس وژلي

د افغانستان په ختيځ لغمان ولایت کې تېره شپه څلور سیمه ییز پولیس د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

سمه ییز چارواکي وايي، پېښه د لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه شوې ده.

دوی دا هم وايي، چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.