عراق کې د هاوان برید کې ۷ کسان وژل شوي

د عراق د دیاله ولایت پر یوه جومات د برید په پایله کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي. پولیس وايي، هغه مهال چې لمونځ کوونکي په خالص ښار کې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات نه وتل پر جومات د هاوان څو ګولۍ ولګېدې. دغه تاوتریخوالی د عراق د ولايتي شورا له ټاکنو یوه ورځ مخکې رامنځ ته کېږي. دا د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې له عراقه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د ولایتي شورا لومړنۍ ټاکنې دي. د پنجنشبې په ورځ هم په بغداد کې پر یو رستوان د برید په پایله کې ۲۷ تنه وژل شوي وو.