تښتول شوې فرانسوي کورنۍ خوشې شوې

هغه فرانسوي کورنۍ چې دوې میاشتې وړاندې په کامرون کې تښتول شوې وه، خوشې شوې ده. د فرانسې چارواکي وايي، د کورنۍ ټول غړي چې څلور یې ماشومان دي له ښه روغتیايي حالته برخمن دي. دغه کورنۍ د پنجشنبې په ماښام د کامرون چارواکو ته سپارل شوې ده. د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند ویلي هېواد یې د دوی د خوشې کولو لپاره جزیه نه ده ورکړې. دغه کورنۍ په تېرې فبرورۍ میاشت کې هغه مهال پر موټرسایکلو د سپرو وسله والو له خوا وتښتول شوه چې د نایجریا پولې ته نږدې په رخصتیو تللې وه. تښتونکوو چې ځان یې د نایجریا د اسلام پاله ډلې بوکوحرام غړي بلل، پر انټرنیټ یوه ویډیو خپره کړې وه او ګواښ یې کړی و، چې که اسلامپاله بندیان خوشي نه شي، تښتول شوي کسان به ووژنی.