قاهره کې اخوانیانو او مخالفو اخ و ډب کړی

په قاهره کې د سترې محکمې ودانۍ مخې ته د اخوان المسلمین د پلویانو او مخالفینو ترمنځ په اخ او ډب کې لسګونه تنه ټپیان شوي دي.

نښتې د هغه لاریون په ترڅ کې رامنځته شوې چې د اخوان المسلمین پلویانو له خوا د قضا د پاکولو تر عنوان لاندې رابلل شوی و.

د اخوان المسلمین مخالفینو پر اسلام پاله لاریون کوونکو برید وکړ.

عیني شاهدان وايي دواړو لورو یو پر بل د ډبرو ګوزارونه وکړل او اوښکې بهوونکی ګاز یې وکارولو. دغه راز ویل کیږي چې د نښتو پرمهال ډزې هم شوي دي.

د نښتې له پیل وروسته د پولیسو زغروال ګاډې راورسېدل، پولیسو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په موخه له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخست.