هند کې د جنسي تېري په تړاو یو تن نیول شوی

هندي پولیسو په نوي ډیلي کې پر یوه پنځه کلنې نجلۍ د جنسي تېرې په تړاو یو تن نیولی دی.

دغه نجلۍ سخته ټپي شوې وه او اوس د درملنې لپاره په روغتون کې ده. نیول شوی کس چې له شلو کلونو زیات عمر لري څه باندې زر کیلو متر لرې په بیهار ایالت کې پولیسو نیولی دی.

پر نوموړي تور دی چې قرباني نجلۍ یې د هغې د کور له مخې تښتولې او دوه ورځې له ځان سره ساتلې وه.

په نوي ډیلي کې له همدې ا مله لاریون وشو او ځینو لاریون کوونکو د دې پېښې له امله غصه وښودله او ځینو نورو بیا په دې پېښه کې د پولیسو د غبرګون پر څرنګوالي نیوکې وکړې.