د ایټالیا پارلمان ګيرو جيو نپوليتانو ولسمشر غوره کړ

د ايټاليا پارلمان ۸۷ کلن ولسمشر گيرو جيو نپوليتانو د دوېمې دورې لپاره بيا غوره کړى دى. وړاندې تر دې د ايټاليا په سياسي تاريخ کې داسې نه وو ليدل شوي.

د ايتاليا بيلابېلو گوندونو وروسته تر هغه ښاغلي نېپولېتانو ته مخ ورواړوه چې په پنځه ځله رايه اچوونې کې د يوه کانديد پر سر موافقې ته ونه رسېدل.

ښاغلي نيپولېتانو ته د سياسي کړیو تر منځ په پراخ ډول په درنه سترگه کتل کېږي.

له غوره کېدو سره سم هغهّ په سياسي گوندوغږ وکړ چې ايټاليا له ستونزمن حالت سره مخامخ ده اوسياسي گوندونه بايد په مسولانه ډول گامونه اوچت کړي.