'برمايي پولیسو مسلمان وژنو ته په سپینو سترګو کتل'

بي بي سي داسې ويډيويي انځورونه ترگوتو کړي چې برمايي پوليس ښيي چې د بودايي ډلو له لوري د مسلمانانو د وژنې پرمهال د هغوى ترڅنگ ولاړ دي .

دغه ويډيويي انځورونه د مارچ په وروستيو کې د ميتکا په ښار کې د څو ورځني تاوتريخوالي پرمهال د پوليسو له لوري اخيستل شوي دي.

په تاوتريخوالي کې لږ ترلږه درې څلويښت کسان وژل شوي و .

سربيره پردې چې لوټماران د هټيو او کورونو د ورانولو په حال کې ليدل کېږي ،لږ ترلږه داسې يو کس هم په انځورونو کې لېدل کېږي چې د اور په لمبو کې سوځي ، خو پوليسو ورته گوري .

دغه انځورونه د اروپايي اتحاديې د هغې پرېکړې په درشل کې خپاره شوي چې آيا په دايمي ډول د برما د حکومت په وړاندې بندېزونه لرې شي او که نه .