د ډیلي پولیسو مشر د استعفا غوښتنې رد کړې

د هندوستان د پلازمېنې ډیلي د پولیسو مشر نیرج کومار پر یوې پنځه کلنې نجلې د جنسي تېري د وروستۍ قضیې په تړوا د هغه د استعفا په اړه غوښتنې رد کړې دي. هغه وايي، دا پېښه د رواني ستونزو له امله رامنځ ته شوې او که دی استعفا هم ورکړي نو دا قضیه په حل نه شي. هغه زیاته کړه چې د هغو تورونو په اړه هم پلټنې کوي چې ویل کېږي د پولیسو د یو افسر له خوا د ماشوم مور او پلار ته د رشوت وړاندیز شوی و چې باید پټه خوله پاتې شي. وړاندې پولیسو د جنسي تېري د قضیې په تړاو دویم کس هم نیولی و. د اونۍ په پیل کې احتجاج کوونکو په ډيلي کې یو لړ لاریونونه هم کړي وو. یو شمېر لاریونیان د نجلۍ تر تري تم کېدو وروسته د پولیسو ځواب په قهر کړي وو.