د اندونیزیا ولسمشر برما ته ځي

د اندونیزیا ولسمشر سوسیلو بمبانګ وايي برما ته د سې شنبې ورځې په سفر کې به برمايي چارواکي وهڅوي چې روهینګا قوم مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د اندونیزیا ولسمشر په سینګاپور کې د د رویټرز خبري آژانس ته ویلي که له نا آرامیو سره د هغه په وینا په ښه توګه چلند و نه شي نو د اندونیزیا په ګډون په نورو ځایونو کې مسلمانانو ته ستونزې جوړولی شي.