افغانستان کې زلزله شوې

د افغانستان په ځينو سیمو کې زلزله شوې ده، چې د ریکتر په کچه یې شدت پنځه اعشاریه اووه او مرکز یې د لغمان مهترلام ښار ښودل شوی دی.

په جلال اباد کې زموږ خبریال د چارواکو په حواله لیکي، چې زلزلې په مهترلام کې یو ماشوم وژلی او لسګونه کسان یې ژوبل کړي دي.

که څه هم په ځینو رپوټونو کې د زلزلې مرکز مهترلام ښودل شوی، خو د امریکا د ځمک پېژندنې د ادارې په وینا د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت و.

دغه زلزله د افغانستان او پاکستان پلازمېنو کابل او اسلام اباد کې هم احساس شوې ده.