سوریه کې د یونیسکو یو نړیوال میراث نړول شوی

د سوريې حلب کې د لوی جومات ۱۱ مې پېړۍ مناره د د حکومتي ځواکونو او مخالفو جنګياليو ترمنځ جګړه کې ويجاړه شوې ده.

د حلب ستر جومات چې په اموي جومات مشهور دی، د يونیسکو نړيوال ميراث دی.

پر انټرنېټ خپرو شويو انځورونو کې د هغه ځای کنډوالې ښکاري چې د جومات مناره پرې ولاړه وه.

د سوريې دولتي خبري اېجنسۍ پړه پر اسلامي جنګياليو اچولې، خو د مخالفانو يوه فعال بي بي سي ته ويلي مناره د حکومتي توپچي په مرمۍ نړېدلې ده.

دغه ځای د مسلمانانو او مسيحيانو دواړو له لوري له درناوی برخمن دی، چې په باور يې د يحيی عليه السلام پلار زکريا عليه السلام قبر په کې دی.