د بنګله دېش د وژل شویو شمېر تر ۳۰۰ اوښتی

په بنگله دېش کې پولیس وايي، له هغې اته پوړیزې ودانې نه یې۲۴ تنه نور هم ژوندي راویستلي، چې د چهارشبنې په ورځ را نسکوره شوې وه.

د پولیسو یوه ویاند ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې نژدې سلنه تنه ژوندي ژغورلې دي.

ژغورونکو شا و خوا ٤٠ کسانو ته چې د ټوکر جوړلو د کارځاى په نړېدلۍ ودانې کې د خاورو خځلو لاندې گېر پاتې دي، د اکسيجن ډبي او اوبه رسولي دي.

په دغه پېښه کې د څه د پاسه ٣٠٠ کسانو مړينه په ډاگه شوې او سلگونه نور تري تم دي.

پوليسو پرون د احتجاجيانو د خورولو لپاره چې د فابريکې د خاوندانو د نيونې غوښتنه يې کوله، اوښلن غاز وکاروۀ. پوليس چارواکي وايي د کارځاى دوه څښتنان يې نيولي دي.