نن (ثور۷) د غويي د کودتا ۳۵ کلیزه ده

ټیک ۳۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ثور پر اوومه د خلق د یمکراتیک ګوند کودتاچیانو د هغه وخت پر ولسمشر محمد داود خان کودتا وکړه.

د کودتا پرمهال د ولسمشر داود خان په ګډون د هغه د کورنۍ ټول غړي په بوږنوونکي ډول ووژل شول او د داود خان جمهوري نظام یې را وپرځاوه.

که څه دغه ورځ د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پرمهال نمانځل کېده، خو په افغانستان د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته د ثور اوومه توره ورځ بلل شوې او ځینې کسان یې په افغانستان کې د بدمرغیو پیلامه ګڼي.