توکمیزو شخړو په تور عراق له ځینو تلوېزیونونو جواز واخیست

د عراق حکومت د هغو لسو تلوېزیوني چینلونو جواز بند کړی چې د دوی په خبره فرقه یي شخړو ته لمن وهي.

د یوه حکومتي چارواکي مجاهد ابو احایل له قوله ویل شوي چې دغه تلوېزیوني چینلونه په عراق کې هم کار نشي کولی او نه هم کولی شي له هېواده بهر ووځي.

په دغو تلوېزیونونو کې یو هم الجزیره چینل دی چې دغه تورونه ردوي.

لومړي وزیر نوري المالکي په دغه هېواد کې وروستۍ پېښې چې دوه سوه کسان په کې وژل شوي غندلي او خبرداری یې ورکړی چې ښایي دا د فرقه یي شخړو د بیا پیل یو ګواښ وي.