ایټالیا کې ایتلافي حکومت لوړه وکړه

په ایټالیا کې د عمومي انتخاباتو تر کړکېچنو پایلو دوې میاشتې وروسته دغلته د نوي ایتلافي حکومت د لوړې مراسم پرځای شول.

انریکو لیتا چې د مرکزي ښي اړخي دېموکراتیکي ډلې غړی دی د دغه هېواد نوی لومړی وزیر وټاکل شو.

دغه مراسم په ولسمشریزه ماڼۍ کې تر سره شول.

د همدې مراسمو په ترڅ کې د لومړي وزیر له دفتر د باندې په نژدې یو کیلو مترۍ کې ډزې شوي.

د ایټالیا رسنۍ وایي دوه پولیس افسران په دې ډزو کې ټپیان شوي او یو کس یې هم په تړاو نیول شوی دی.