د عراق خونړیو بریدونو ۲۶ کسان وژلي

د عراق په بېلابېلو ښارونو کې چاودنو لږترلږه ۲۶ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنې په میسان، القادسیة او کربلا ولایتونو کې شوې دي.

څه باندې یو کار وړاندې له عراقه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په دغه هېواد کې توکمیز بریدونه ډېر شوي دي.

عراقي امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د سني مظاهره کوونکو خیمې ړنګې کړې، چې په دې سره په هېواد کې اړدوړ ډېر شو او له تېرې سې شنبې راهیسې په دغه هېواد کې خونړیو بریدونو او شخړو تر ۱۸۰ ډېر کسان ووژل.