مکسیکو : نښته کې ۷ کسان وژل شوي

په لویدیځه مکسیکو کې په نښتو کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دی. د میچوکن ایالتي حکومت ویاند ویلي د نشه یې توکو قاچاق وړونکو د یوه ځايی امنیتي ځواک سره چې په دې وروستیو کې رامنځ ته شوی دی، نښته کړې. دغه سیمه د نشه یې توکو د تولید او توزیع سیمه ده او ځایی اوسیدونکو سږ کال په وسلو سمبال ګزمې پیل کړي چې خپله سیمه د نشته یې توکو اړوند جرمونو، تښتولو او ناقانونه پیسو اخستلو څخه وژغوري.