زابل پېښه کې وژل شوي کسان امریکایان دي

د امریکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې د یوې نسکورې شوې الوتکې د څلورو قربانیان هویت په ډاګه کړ.

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وايی داسې ښکاري چې د دې الوتکې د رانسکورېدو پېښه کې وسله وال طالبان لاس نه لري.

د زابل امنیه قوماندان روغ لیوني د شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې دغه الوتکه په شاه جوی ولسوالۍ کې د خرابې هوا له امله را نسکوره شوې ده.

د پېښې په لومړۍ ورځ ناټو د پیښې د قربانیانو هویت نه و په ډاګه کړی خو و یلي یې و چې د پېښې قربانیان د ناټو په مشرۍ د نړېوال ځواک غړي دي.

خو اوس دا روښانه شوي چې دغه څلور تنه وژل شوي سرتېري امریکايان دي.