کابل: لسګونه زده کونکې مسمومې شوې

د کابل ښار د چهلستون په سیمه کې د سلطان رضیه د نجونو ښوونځي لسګونه زده کوونکې له دې امله روغتون ته لېږدول شوي چې ویل کېږي، مسمومې شوې دي. خو د پوهنې وزارت وايي هېڅ داسې نښې نښانې یې نه دي لیدلي چې له مخې یې وویلای شي، دغه نجونې مسمومې شوې دي. د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبیر حقمل بي بي سي ته وویل لسګونه زده کوونکې چې روغتون ته وړل شوې وې خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.