یو برتانوی په لس کاله بند محکوم شوی

یو برتانوی سړی، چې اټکل کېږي، د جعلي بم کشفوونکو الو په پلورلو یې لسګونه میلیونه ډالر تر لاسه کړي، په لس کاله بند محکوم شوی دی. جیمز مککارمېک دغه الې پر عراق، بلجیم او ملګرو ملتونو پلورلې خو کوم علمي بنسټ یې نه لاره.

د محاکمې په اوږدو کې څارنوال وویل، چې د مککارمېک د دې ماشیونونو د کارولو له کبله په عراق کې حکومتي ځواکونه او ملکي خلک وژل شوي دي. هغه موټر بمونه چې په عدلیې او بهرنیو چارو وزارت کې وچاودل، د تلاشۍ له هغو پوستو تېر شوي وو، چې د بم کشفولو دا الې پکې نصب شوې وې.