سومالیا کې تېرې قحطۍ کابو ۲۶۰ زره کسان وژلي

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي، چې په سومالیا کې د تېرې قحطۍ په اوږدو کې د لوږې له امله کابو ۲۶۰ زره کسان وژل شوي، چې نیمايي یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو. دغه شمېره تر پخوانیو اټکلونو ډېره لوړه ده.

په دغه رپوټ کې راغلي، لسګونه زره خلکو له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې نړیوالې ټولنې په سیمه کې د ۲۰۱۰ کال د لوږې نښو نښانو ته په ځواب ورکولو او مرستو رسولو کې ورو ګام پورته کړ.

په یوه تېر اټکل کې چې د برتانیې د حکومت له خوا ورکړل شوی و، د قحطۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر د پنځوسو زرو او سلو زرو په منځ کې ښوول شوی و.