''سوري ځواکونه قصداً خبریالان وژني''

د بښنې نړېوال سازمان امنسټي انټرنشنل په سوريه کې حکومت او جنګيالي تورن کړي چې په قصدي ډول ژورنالستان په نښه کوي، او په خبره يې دا دغه هېواد په نړۍ کې د خبريالانو لپاره په يوه خطرناک هېواد بدلوي.

د بښنې سازمان په راپور کې ويل شوي له هغه راهيسې چې دوه کاله وړاندې په دغه هېواد کې جګړه پيل شوې ۳۶ خبريالان په هدفي بريدونو کې وژل شوي په داسې حال کې لسګونه نور توقيف شوي، ځورول شوي او لادرکه دي.

امنسټي وايي ډېری هغه خبريالان په نښه شوي، چې خبرونه له سوريې بهر نړۍ ته ورکوي.

دوی وايي ټولې ښکېلې غاړې د جګړې له قوانينو سرغړونه کوي، خو دغه کچه په حکومتي ځواکونو کې پراخه ده.