سوریه کې اسراییلي الوتکو بمبار کړی

امریکايي چارواکي وايي د اسراييل له خوا د سوریې په خاوره کې هوايي برید شوی.

امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ویلي کېدای شي دغه برید د پنجشنبې او یا جمعې په ورځ د وسلو په تاسیساتو شوی وي، خو د اسراييلو هوايي ځواکونه د سوریې خاورې نه دی ننوتلي.

په واشنګټن د اسراييل سفارت یوه ویاند د امریکايی ځواکونو ددې څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو زیاته یې کړه چې اسراييل وسله والو ډلو او په تېره بیا حزب الله ته د وسلو د لیږلو په مخنیوي کې کلک هوډ لري.

او په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي ویلي د اسرايیل له خوا په هېواد یې د برید په اړه معلومات نه لري.

په تېره جنوري میاشت کې اسراييل د موټرو هغه کاروان په نښه کړ چې ګومان کېده حزب الله ته د الوتکو ضد توغندي لیږدوي.