د مالیزیا لومړی وزیر ټاکنو کې درغلي نه مني

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق د اپوزیسیون هغه ادعا رد کړې چې ګواګې د یکشنبې ورځې د ټول ټاکنو په درشل کې یې هغو حوزو ته د لس ګونه زره رایه ورکوونکو د لیږد لپاره الوتکي په کرایه نیولي چې ټاکنیزې سیالې په کې په ډېر شدت سره روانې دي.

د مالیزیا متحد ملي حاکم ګوند ویلي الوتکي د لومړي وزیر د دفتر له خوا نه بلکې د دې ګوند د ملاتړو له خوا په کرایه نیول شوې وې چې له خلکو سره په خپلو سیمو کې د رایه اچونې په پروسه د مرستې د عادي هڅو یوه برخه ده.

سیاسي مخالفینو د دې هېواد په تاریخ کې د تر ټولو اساسي ټاکنو په درشل کې د یو لړ نورو سرغړونو ادعا هم کړې ده.