بنګله دېش کې یو لاریون کوونکی وژل شوی

د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې کې د پولیسو او اسلام پاله مظاهره کوونکو تر منځ نښته کې یو کس وژل شوی دی. حفاظة الاسلام نومي ډلې اړوند زرګونه کسانو د لاریون په ترڅ کې د پلازمېنې ډاکې سړکونه تړلي دي. پولیسو د لاریون کوونکو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او د ربړینو مرمیو ګوزارونه یې کړي دي. مظاهره کوونکي غواړي، چې د سانسور قوانین سخت شي او هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکړله شي، چې د اسلام ضد خبرې کوي.