بنګله دېش کې احتجاجي لاریون پیل شوی

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې زرګونو اسلامپالو لاریون پیل کړ. اسلامي ډله حفاظة الاسلام په بنګله دېش کې د اسلامي شریعت د تطبیق او هغه چاته چې دوی یې ملحد ویب پاڼه لیکونکي بولي د سختې سزا غوښتنه کوي. لاریون کوونکو ډاکې ته ورغلې لویې لارې او سړکونه تړلي دي.