فراه کې چاودنې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په فراه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي او پنځه نور چې درې یې ماشومان دي ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي پېښه د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې نن سهار رامنځ ته شوې ده. د فراه د والي ویاند وویل د دولت وسلوال مخالفین، هغه اصطلاح چې وسلوالو طالبانو ته کارول کېږي، په دې پېښه کې لاس لري.

د یادولو ده چې څو میاشتې وړاندې هم په همدې سیمه کې د واده د ورا پر یو موټر د ماین په چاودنه کې ۱۸ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۰ تنه نور ټپیان شول.